اقرأ التفاصيل
recent
أخبار عاجلة

الأزهر الشريف يعرب عن إدانته للتفجيرات الإرهابية الغادرة بمدينة قندهار

  الأزهر الشريف يعرب عن إدانته للتفجيرات الإرهابية الغادرة بمدينة قندهار




متابعة - منة الله مختار


أكد الأزهر الشريف أنَّ اللعب على وتر اختلافات المذاهب الإسلامية، واستغلاله لإراقة الدماء وترويع الآمنين - لهو خيانة لتعاليم الإسلام التي دعت إلى اعتماد الحكمة والموعظة والجدال بالحسنى في الدعوة إلى الله، مُشددًا على أن هؤلاء الذين يقتلون المُصلِّين في بيوت الله ومساجده باعوا دِينَهم بثمن بخس في الدنيا، وسوف ينالون عقابهم الأوفى في الآخرة.
ويشدد الأزهر على أن رُوَّاد الفتنة في ميادين السياسة يستغلون الخلافات بين مدارس الفكر الإسلامي لبث الفُرقة والفتنة بين صفوف المسلمين، ويتناسون أن هذه المذاهب الإسلامية عاشت جنبًا إلى جنب في كنف الإسلام ما يزيد على 14 قرنًا من الزمان.
هذا، ويتمنى الأزهر الشريف على هؤلاء الذين ضلُّوا السبيل أن يعودوا اليوم قبل الغد إلى فتح قنوات الحوار، وإلى الأُخوَّة التي أكَّدها القرآن الكريم في قوله تعالى: {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ}، وأن يتجنبوا الولوغ في الدماء، والعبث بحُرمات الله ومَحارمه.
هذا؛ ويتقدم الأزهر الشريف بخالص العزاء إلى الشعب الأفغاني في ضحايا هذه التفجيرات الإرهابية، داعيًا المولى - سبحانه وتعالى - أن يتغمد الضحايا بواسع رحمته، وأن يرزق أهليهم وذويهم الصبر والسلوان، {إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ}.
ازهرشريف د افغانستان سويل ته د کندهار په ولايت کې هغه ترهګريز بريد په کلکو ټکو سره غندي چې بي ګناه لمونځ کوونکي يې په نښه کړل چې په ترڅ کې په لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.
ازهرشريف ټينګار کوي چې د مذاهبو ترمنځ د اختلافاتو په نامه د بي ګناه خلکو ډارول او د هغوی ويني تويول د اسلام د مبارک دين د لارښوونو سره خيانت دی هغه لارښوونې چې په دعوت کې د حکمت غوره نصيحت او د خلکو سره په مباحثه کې د غوره لارو په ټاکلو ټينکار کړی، ازهر ټينګار کوي هغه څوک چې د الله په کورونو او جوماتونو کې لمونځ کوونکې په نښه کوي خپل دين يې په لږو دنياوي مادياتو باندې پلورلی او ليري نده چې ډير ژر به خپله بشپړه جزا په آخرت کې وويني.
ازهرشريف ټينګار کوي چې دسياست په ډګر کې د فتني رامنځته کوونکې د اسلامي فکر د مدرسو ترمنځ د اختلافاتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي ترڅو د مسلمانانو په صفونو کې بي اتفاقي او فتنه رامنځته کړې، حال دا چې دوی دا هير کړې چې دغه اسلامي مذاهب د څوارلسو پيړيو په ترڅ کې يو دبل ترڅنګ د اسلام په غيږه کې پاتي شوي.
په همدي لړ کې ازهرشريف هيله لري هغه کسان چې بي لاري شوي ژر تر ژره د خبرو اترو ميزته کيني او بيرته هغه ورورولۍ ته را وګرځي چې قرآن کريم پري ټينګار کړی لکه چې الله فرمايي: (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) ژباړه: مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه دي، په همدي ترڅ کې دوی بايد د ويني د بهيدو او په سپيڅلو کارونو باندي د لوبو کولو څخه ځان وژغوري.
ازهرشريف ددغه ترهګريزو چاودنو قربانيانو او افغان ولس ته د تسليت مراتب وړاندې کوي شهيدانو ته د الله تعالی څخه د جنت رحمت او د هغوی کورنيو او وارثينو ته دصبر غوښتنه کوي.
انا لله وانا اليه راجعون



google-playkhamsatmostaqltradent